د رئیس پیغام

اړیکه ونیسۍ
الحاج بشیر احمد خوافی

مونږ خپل سوداګریز سفر مخکېنی کالونو کی د ګټی اخیستن، د ټولنې د اړتیا پوره کولو او د ګران افغانستان د اقتصاد او سوداګری کښی په برخه اخیستلو ډ وړو مګر اوچت قدمونو په اخیستلو او د پراخه پرمختګ لیدلو لپاره پیل کړ.
که څه هم په اول کی دا ګامونه ډېر واړه وو مګر د ستراتیژیک پلان په درلود لو او د با تجربه ډلې په مټ سره د یو پیوست مدیریت په راوستلو سره د بی ساری او چټک پرمختګ لامل وګرځېدو.
مونږ واکولای شوی خپل سوداګریز فعالیتونه پراخ کو، او په بېلابېلو برخو کښی خپل سوداګریز فعالیتونه شروع کړو او په خپله کاری حصه کښی په یوه با اعتبار او باور وړ شرکت وپېژندل شو.
مونږ خپل پرمختګ د خپلو با تجربه او مسلکی کارکوونکو پوروړی یو چی په صداقت سره یی خپله دنده ترسره کړی او د بریا غونډۍ یی تر پښو لاندی کړی.
موږ باور لرو چی د ماهرو او کارپوه کارکوونکو شتون د پرمختګ اړتیا ده له دی کبله هر ورځ د کاری ظرفیت د لوړولو هڅی ګړندۍ ساتو او د ښه والی لپاره کار کوو.
د ستراتیژیک پلانونو په درلود لو او د روغ مدیریت په واسطه چی په هر څانګه کی شتون لری د افغانستان او سیمی د مخکښو سوداګرو اول درجه کی ځای خپل کړۍ.
مونږ د الله ج په توکل په دی لاره کی ګام اخیستئ او هدف مو د خدای ج رضایت او د بی وزلو هیوادوالو لاس نیونه او د حلال ډوډۍ لاس ته را وړنه ده.

په درنښت
الحاج بشیراحمد خوافی
د خوافی پترولیم ګروپ کمپنۍ لوی رئیس

 

طراحی سایت