اوبلن ګاز

اړیکه ونیسۍ

اوبلن ګازد SI انجن لپاره تر ټولو عام د تیلو بدیل دی، مګر په ټولیزه  ټوګه د واټونو د ټرانسپورت د تیلو په مصرف کی یو کوچنی رول لوبوی، ځکه چې د غوښتنو په پرتله د تولید کچه زیاتره ده قیمت یی ټیټ پاتی شوی.لوړ نکرونو عدد لرل د دی موجب ګرځی تر څو د اوبلن ګاز انجینونه د پترول انجینونو په پرتله لوړ کمپرسی تناسب او په دې توګه د لوړ حرارتی موثریت ولری

خو سپک اوبلن ګاز ته تبدیل شوی موټر دغه امتیاز نه لری حرارتی موثریت یی اصلی حالت ته کم دی، د اوبلن ګاز د کوهی نه تر څرخ انرژی مصرف تر پترولو کم او تر ډیزلو زیات دی، په کوچنیو موټرو کی د NOX  خپریدل د کوهی نه تر څرخ پترولو ته نږدې مګر د نورو ککړو خپریدونکو نسبت یی تر پترولو کم دی.

په درنو موټرو کی د کوچنیو ذراتو کم خپریدل ښه توب دی، ځکه چی اوبلن ګاز په عادی حرارت او فشار کی ګاز دی هغه د ۶ تر ۸ واری فشار په وسیله په اوبو تبدیل وی او بیا یی په مخزنونو کی تر فشار لاندی ذخیره کوی، د اوبلن ګاز مخزنونه تقریباْ دوه برابره زیات او ۱٫۵ برابره وزن د پترولو د مخزن په پرتله د برابر انرژی په درلودلو سره لری.

دغه سونګ په عمومی ډول خوندی نشو شمېرلی ځکه چی تر هوا دروند دی او د خپریدو په صورت کی بخار یی په ځمکه خپریږی او د انفجار خطر لا نور هم ډېرول شی.

طراحی سایت