ګالری
د رواشان خیریه پروژه:
خوافی پترولیم سوداګریز شرکت د پېرزونې له مخی او د ښه فعالیت له کبله په ټولو برخو کښی د ټولنې د بی وزلو سره د مرستې لپاره په ۱۳۹۲ کال کښی د یو خیریه ودانۍ د جوړولو لپاره ۴۳۳۳ مېتر مربع ځمکه و پیرو دله او د ودانۍ عملی کار یی د یو کارپوه داخلی انجینری ډلی په واسطه په ۱۳۹۳ کال کی په اول برخه شروع کړ.
انجینری ډله په لاندی ډول ده:
انجینر شکر الله اکبری | د ودانۍ نقشه او ډیزاین څانګه | افغانستان |
انجینر عبدالظاهر ایوبی | د اوبو او ناولو اوبو اسانتیا څانګه | افغانستان |
انجینر رضا رضایی | د ودانۍ د برېښنا څانګه | افغانستان |
انجینر سید سرور حسینی | د داخلی او ورځنیو چارو څارنې د اعالن شویو نقشې سره سم | افغانستان |
د دغه پروژې اول فاز (برخه) ودانۍ بنسټ په ۵۵۰ میتر مربع ځمکه او څلور پوړه ودانۍ چی په ۲۲۰۰ میتر مربع سیمه کښی جوړه شوی.
اوله پوړه: ټولګی او اداری خونی
دوهمه او درېیمه پوړه : شامل د استوګنځی چی په یو وخت کی لګئ تر لګه د ۲۰۰ زده کونکو ځای لری.
څلورمه پوړه: په شمول د ډوډۍ خوړلو، د پخلنځی او د لمانځه لپاره.
دغه پروژه یوازې د خیریه اړتیاوو له کبله جوړه او د یتیم خونی (دارالایتام) ته ځانګړی شوی، او ټول مالی لګښت یی د خوافی پترولیم سوداګریز شرکت لخوا ورکول شوی، د دی ودانۍ سربېره دغه شرکت په نورو ټولنیزو برخو کښی لکه پوهنه (د بابا زنګی ښوونځی جوړول)، یتیم خونی، د هرات او ولسوالیو د بېوزلو پالنه او ورسره مرسته او تل په دوام داره توګه هڅه کوی تر څو ټول هغه کارونه چی الله ته خوښ وی او د ټولنې د وضعیت د ښه والی لپاره وی کوی.