پترول

اړیکه ونیسۍ

پترول د خامو تیلو د مهمو مشتقاتو څخه دی چی په موټرو کی تر استفاده کېږی.دغه بلن ماده په امریکا کی د ګزولین او په انګلستان کښی ورته پترول وایی، یاده ماده هیڅکله د پترولیم سره چی د خامو تیلو معنی ورکوی غلط نشی، پترول د اومه تیلو د چاڼ څخه تر لاسه او په موټرو کښی استعمال کېږی و تر ټول ډېره ونډه لری.

په لویه کچه د دی مادی استعمال باعث د ارزانه قیمت، د تجهیزاتو او اړونده آسانتیاوی پرمختګ، لکه د تصفیه خونو، انجینونو، کتلستونو په بنسټونو کښی شوی.

د دی مادی نسبتی درونوالۍ په درلو دلو سره د SI  موتورونو لپاره خورا مناسب انتخاب دی، مګر د اکتان عدد یی (چی په منځنی  ډول باید ۸۷ وی ) د نورو موادو پر پرتله چی په دی ډول انجنونو کښی استعمالیږی ټیټه ده چی د کمپرس نسبت (د اعظمی کمپرسی نسبت) محدودوی او په دې توګه د حرارتی خوځښت سبب ګرځی.

د نورو سونګ موادو په پرتله د پترولو د کوهی نه تر څرخ مصرف په سپکو موټرو کې په معتدل حد کې دی، د ککړتیا له نظره د NOX  خپرېدل د کوهی نه تر څرخ په پترولی موټرو کی نسبی کم خو د CO خپرېدل په نسبی ډول لوړ ښودل شوی.

همداسې د پترولو تشول په ځمکه او یا په هوا کی په بړاس بدلېدنه د ابو، هوا او خاوره د ککړتیا سبب ګرځی.

آنالیز پترول A92

انالیز پطرول
طراحی سایت